اجرائيی لنډیز – د مالی خدمتونو د لاسرسی پروژه

د افغانستان اسلامی جمهوریت ته د مالی خدمتونو د لاسرسی پیشنهاد شوی پروژی هراړخیز پراختیایی مقصد مالی خدمتونه ته د وړو، کوچنیو او منځنیو تشبثاتو لاسرسی ده چی مالی خدمتونو ته لاسرسی  په خاصه توګه د پورونو لاس ته راوړل د کار موندنی سره مرسته کوی. دغه پروګرام په دوواساسی برخوویشل شوی چی هدف ‌‌یی مالی خدمتونو ته د وړو او کوچنیو تشبثاتو دلاسرسی ښه والی د پروګرام لمړی برخه، او د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو دلاسرسی ښه والی دوهمه برخه جوړوی.

د چاپریال ساتنی او ټولنیز مدیریت کاری جوړښت (ESMF) داسی چمتو شوی چی د پروژی د مدیریت د کړنلاری په تعریفولو سره مالی خدمتونو ته لاسرسی، پیشنهاد شویو فعالیتونو او تشبثاتو ته د چاپیریال ساتنی او ټولنیزو فعالیتونو د ناوړه اغیزو مخنیوی وکوی اویا ټیټ حد ته راولی. د چاپیریال ساتنی او ټولنیز مدیریت (ESMF) کاری جوړښت د نړیوال بانک د عملیاتی لارښود د ورکړل شو تعریفونه سره سم او د چاپیریال ساتنی په ارزونه (OP 4.01) کی د کارول شوی پالیسی سره سم برابر شوی ده. د نړیوال بانک په حفاظتی کړنلاری کی نوری پالیسی په دغه پروژه کی نه عملی کیژی. په حقیقت کی د پروژی نه د چاپیریال ساتنی دمنفی اغیزود پام وړ هیله نه کیژی خو برعکس هیله داده چی د مالی خدمتونو په ترسره کولوسره به هغوډلو ته چی دا خدمتونه نه دی ورته وړاندی شوی (واړه، کوچنی او منځنیی تشبثات) او په بیوزلو خلکو باندی تمرکز کول (دترټولوبیوزلوکورنیوپه ګډون د TUP پروګرام له لاری) ښځو او ځوانانو ته د پام وړ ټولنیز مثبت اغیزی رامنځ ته کوی. ددغی پروژی نه د نړیوال بانک د ټولنیزو حفاظتی پالیسیود کارولوهیله نه کیژی. دپروګرام پیشنهاد شوی مداخلی د مالی خدمتونو د لاسرسی پروژه په بشپړه توګه د “FI”  په کتګوری کی ځای لری.

د وړو پورونو د پانګی اچونی د ملاتړ اداره (مسفا) د افغان د پورورنود تضمین اداره (ACGF) او نوری همکاری اداری د افغانستان د چاپیریال ساتنی پوری د اړرونده قوانینو او کړنلارو او د نړیوال بانک د غوښتنو د مراعاتولو مسولیت په غاړه لری. د سالم چاپیریال ساتنی په پام کی نیول د مسفا اداری او د هغی د همکاروموسسو او همدارنګه دافغان د پورونو د تضمین د اداری او دهغی همکارو موسسو (مالی کډونکونکو موسساتو PFI) په موافقه لیکنو کی درج دی. پروژه همدارنګه د مسفا په واسطه هغه رامنځ ته شوی د پخوانی پروژی میکانیزم ته پراختیا ورکړی چی د IDA لخوا تمویل شوی ترځو ډاډ ترلاسه شی چی واړه، کوچنی او منځنی تشبثات چی د مسفا او یا د افغان د پورونو د تضمین د اداری لخوا ئی ملاتړ کیژی په چاپیریال ساتنی باندی د پام وړ اغیزی ونلری. د چاپیریال ساتنی اساسی ټکی په ټولو ارګانونو او مرستندیو نهادنو په مالی اداروکی کی رامنځ ته شوی او یا به رامنځ ته شی. هغه اساسی ټکی چی باید د مالی نهادنو ګډونکونکی ئی په پام کی ونیسی، د ممنوعه فعالیتونو هغه لست دی چی د مخکنی پروژی د پورونو د کارکونکو د لارښونی لپاره د پورنو په هکله د تصمیم نیولو په برخه کی برابر شوی وه په کار واچول شی. له دی نه علاوه د پورونود کوچنیو او منځنیو تشبثاتو لپاره یواځی دوه ډوله فرعی پروژی چی د چاپیریال ساتنی د اغیزو ارزونی ته اړتیا نلری د ملاتړ کولو لپاره په پام کی نیول کیژی (i) فرعی پروژی چی د چاپیریال ساتنی بشپړی ارزونی ته ارتیا نلری او (ii) فرعی پروژی چی یواځی د چاپیریال ساتنی د نوم لیکنی او نظارتی فورمو ډکولو ته اړتیا لر ی. د چاپیریال ساتنی او ټولنیزو چارو مدیریت (ESMF) ټولی بنیادی کړنلاری د چاپیریال ساتنی او ټولنیزو خطراتو پیژندل، کمول، نظارت او د تطبیق کولو په هکله راپورورکول او د ظرفیت د لوړولو پلانونه د مسفا او د افغان د پورنو د تضمین د اداری لپاره برابروی.